د افغانستان او ګرجستان تر منځ د سوداګرۍ او ترانزیټي همکاریو په هدف ګډ کمېسیون جوړ شو .
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیامالدین پسرلي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان سوداګریز مارکېټونه کرار-کرار له اروپايي هېوادونو سره وصلېږي.
ښاغلي پسرلي وویل:
"د دغه ګډ کمېسیون چارې بشپړې شوي دي، زموږ د معلوماتو لهمخې، دغه کمېسیون جوړ شوی او هدف دا دی چې د دغه کمېسیون له لارې د افغانستان او ګرجستان سوداګریزې او ترانزیټي اړیکې پیاوړې شي."
ښاغلی پسرلی وايي چې لهدې وروسته افغانستان کولای شي چې له ګرجستان څخه خوراکي توکي، الکترونیکي وسایل او ساختماني مواد را وارد کړي چې په دې سره به له ګرجستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه هم لوړه شي.