د بلخ ولایت امنیتي مسؤلین وایي چې د کامایر هوایي شرکت د رئیس زوی پروېز کامګار په مرموز ډول په قتل رسېدلی او خپله د دغه هوايي شرکت رئیس زمری کامګار ټپي دي.
د یاد ولایت د پولیسو ویاند شېرجان دُراني نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه نن د بلخ ولایت په خلم ولسوالۍ کې رامنځته شوې او په اړه یې تحقیقات روان دي.