د سوريې په پلازمېنه دمشق کې نن يکشنبه درې موټر بم چاودنې شوي چې په کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي دي.
ځایي دولتي ټلويزيون وايي، د سوريې پوليسو په منفجره موادو ډک درې موټرونه تعقيب کړل چې هڅه يې کوله دمشق ته ننوځي.
امنيتي قواوو دوه موټرونه ودرول او منفجر یې کړل، خو درېيم موټر وتوانېد چې د دمشق په مرکزي برخه کې ځان تحرير ميدان ته ورسوي او تر محاصره کېدو وروسته چاودنه وکړي.
په سيمه کې د انس په نامه يوه دوکاندار د چين مرکزي ټلويزيون ته وويل:
"موږ د درنو چاودنو په غږونو راويښ شو، ډېرې زورورې چاودنې وې، هرې خوا ته ماتې ښيښې او ويجاړي ښکارېده، موټرونه او دوکانونه چې ويجاړ شوي وو، اورونه ورباندې بل وو."
د سوريې دولتي ټلويزيون وويل، چارواکو ترورېستان پرې نهښودل چې خپلو اهدافو ته ځانونه ورسوي، د ټلويزيون په حواله، دغو ترورېستانو غوښتل د اختر تر رخصتيو وروسته په ګڼ مېشتو سيمو کې حمله وکړي.
تر اوسه چا د دغو پېښو مسؤليت نهدى منلى.