ننګرهار چارواکي: هوايي بریدونو ۱۱ داعشيان وژلي دي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، تېره شپه په پچير اګام او اچين ولسواليو کې د هوايي بريدونو په ترڅ کې ۱۱ داعش وسله‎وال وژل شوي او د دوی يو شمېر سپکې او درنې وسلې له‎منځه وړل شوي دي.

د دغه ولایت ویاند عطاالله خوګياڼی وايي چې شپږ تنه داعشيان د پچير اګام ولسوالۍ د تورې بوړې او الف‌خېلو سيمه کې په هوايي برید کې وژل شوي او د دوی يو شمېر سپکې او درنې وسلې له‎منځه وړل شوي او دغه ‎راز د اچين ولسوالۍ د پېښې په تنګي سيمه کې هم په هوايي بريد کې پنځه داعش وسله‎وال وژل شوي دي.

داعش وسله‌والو بیا په دې اړه کومه تبصره نه‌ده کړې.