د ميدان وردګ چارواکي: د ماين چاودنه کې يو پوليس وژل شوى

د ميدان وردګ چارواکي وايي، نن سهار د کابل کندهار پر لويه لار د ماين چاودنه کې يو پوليس وژل شوى دى.

د والي وياند عبدالرحمن منګل وايي، پېښه په کابل پورې اړونده سيمه کې شوې چې د کابل کندهار لويه لار ورڅخه تېرېږي.

د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره نه ده کړې.