اسرائیل د جولان د لوړو د ویشتلو په ځواب د سوریې خلاف ډزې کړي

د اسرائیل پوځ وايي، وروسته له دې چې د اشغالي جولان پر لوړو د توپ دوه ګولۍ ولګېدې، د دغه هېواد پوځ د سوریې د پوځ خلاف ځوابي ډزې وکړې.

د اسرائیل د پوځ په یوه خبرپاڼه کې چې پرون شنبه یې خپره کړه، ویل شوي چې اسرائیلي ځواکونو د سوریې د پوځ د توپونو هغه ځایونه په نښه کړل چې ور څخه د جولان پر لوړو ګولۍ ویشتل شوې وې.

پوځ همدا راز ویلي چې د جولان د لوړو پر هواره برخه د توپ لګېدلې ګولۍ د سوریې له کورنۍ جګړې سره تړاو لري.

پوځ ویلي چې د جولان پر لوړو د توپ د ګولیو د لګېدو له کبله د تاوان او مرګ ژوبلو په اړه څه نه‎دي ویل شوي.