د روسیې دولتي خبري اژانس تاس وايي، د تاتارستان جمهوریت زینسک ښار ته نژدې د یوې لارۍ او یوه بس په ټکر کې لږترلږه ١٣ تنه وژل شوي.
تاس خبري اژانس د پولیسو د سیمهییزې ادارې د ویاند له قوله وویل، دا پېښه نن یکشنبه سهار وختي وشوه.
ویل شوي چې له ټکر سره سم په دواړو موټرونو کې اور ولګېد.