عراقي چارواکي وايي، د امریکا تر ملاتړ لاندې حکومتي ځواکونو د موصل په زاړه ښار کې یو شمېر نورې سیمې ونیولې.
دوی وايي، د دغو سیمو چې په عراق کې د داعش په لاس کې پاتې وروستۍ سیمې دي، د نیولو په عملیاتو کې یې لسګونه سختدریځي ووژل شول.
د عراق د ګډو ځواکونو ویاند یحیی رسولي پرون شنبه دولتي ټلویزیون ته وویل چې عراقي پوځیان د موصل په زاړه ښار کې پرمختګ ته دوام ورکوي.
ده همدا راز وویل چې د اسلامي دولت یا داعش ډله اوس یوازې د استوګنې په څو سیمو کنټرول لري.
موصل درې کاله د داعش په ولکه کې و او اوس داسې ښکاري چې د دغه ښار د بېرته نیول کېدو لپاره د عراقي ځواکونو عملیات مخ په ختمېدو دي.