بلخ کې وسله‎والو طالبانو په یوه جومات کې ۱۳ کسان په ډزو وژلي

د بلخ ولایت مسؤلین وایي چې وسله‎والو طالبانو په یوه جومات کې ۱۳ کسان په ډزو وژلي دي.

په ولسي جرګه کې د یاد ولایت د خلکو استازې ګلالۍ نور صافۍ رسنیو ته وویل چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې وژل شوي ټول عام خلک دي.

خو د بلخ ولایت د پولیسو ویاند شیرخان دُرانی وایي چې وژل شوي کسان محلي پولیس دي.

په ورته وخت کې د بلخ ولایت د مرکزي روغتون مسؤلینو ویلي چې تېره ورځ د پېښې له ځایه ۱۳ مړي ور وړل شوي دي.