په کندز د پامير د شلمې فرقي چارواکي د دغه ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ۲۷ تنو وسلهوالو مخالفینو د وژل کېدو خبر ورکوي.
په دې ولایت کې د پامیر د شلمې فرقي د لومړۍ لوا د مطبوعاتو مسؤل نظر محمد غیاثي نن یکشنبې ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه وسلهوالو مخالفینو د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ د بندر امام صاحب او د کلوپ په سیمو کې د افغان ځواکونو پر پوستو برېدونه کړي چې په پایله کې د افغان ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول او د دغې جګړې په نتیجه کې ۱۵ وسلهوال مخالفین وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
نوموړی همدا راز زیاتوي چې دغه جګړه کې د وسلهوالو مخالفینو یو عراده زغروال هاموي ټانک هم لهمنځه تللی دی .
ښاغلي غیاثي وايي چې په دغې جګړې کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نهدی رسېدلی.
خو وسلهوالو مخالفینو په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ویلي.