کرېملېن: پوتین د بحرین له پاچا سره ټیلیفوني خبرې کړي

کرېملن وايي چې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون شنبه د بحرین له پاچا، حماد بن عیسی آل خلیفه سره د قطر او یو شمېر عربي هېوادونو پر لانجه، ټیلیفوني خبرې کړې دي.

بحرین، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او مصر له قطر سره ډیپلوماټیک روابط پرې کړل او تور ېې ورباندې پورې کړ چې له تروریستانو سره مالي مرستې او د ایران ملاتړ کوي.

قطر دا ادعاوې ردوي.

د کرېملن خبرپاڼه وايي چې پوتین په دې لانجه کې د ټولو ښکېلو عربي دولتونو ترمنځ د مخامخ خبرو پر اړتیا ټینګار کړی دی. پوتین ویلي چې دا کړکېچ د منځني ختيځ پر وضعیت منفي اغېز کوي.

د کرېملن په وینا، پوتین د بحرین په غوښتنه د هغه هېواد له پاچا سره غږېدلی دی.