قطر له هېڅ پوځي اقدامه وېره نه لري

قطر پرون شنبه وویل چې د یو شمېر عربي هېوادونو د ضرب الاجل د ردولو له امله له هېڅ پوځي اقدامه وېره نه لري.

سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر تېره میاشت له قطر سره خپل سیاسي روابط پرې کړل او پر قطر یې تور پورې کړ چې د ایران او تروریستي ډلو ملاتړ کوي.

دې هېوادونو قطر ته د خپلو غوښتنو یو لېست وړاندې کړ او د جولای درېیمه یې ضرب الاجل ورته وټاکل.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمن الثاني وویل چې دا ضرب الاجل د خپل هېواد د خاورې پر بشپړتیا تیری ګڼي. خو څرګنده یې کړه چې له خپلو ګاونډیانو سره خبرو اومذاکرو ته تیار دي.

قطر ردوي چې تروریستي ډلې تمویلوي او په سیمه کې د بې ثباتۍ د زیاتولو هڅې کوي.