پاکستان په کابل کې خپل دایمي سفیر معرفي کړ

د پاکستان حکومت له افغانستان سره د اړیکو ښه کولو لپاره په کابل کې خپل دایمي سفیر معرفي کړ.

د پاکستان ډیلي ټایمز خپرونې پرون شنبه وویل چې صدراعظم نوازشریف له افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو او د تورونو د کمولو لپاره زاهد نصرالله په کابل کې دایمي سفیر مقرر کړی دی.

د ټایمز په حواله، نواز شریف څو ورځې مخکې د بهرنیو چارو وزارت ته ورغلی و او د وزارت له مامورینو سره تر کتنې وروسته، یې برېکړه وکړه چې زاهد نصرالله په افغانستان کې دایمي سفیر شي.

زاهد نصرالله به د سې شنبې په ورځ په کابل کې رسماً کار پېل کړي.