د هرات د استیناف څارنوالۍ وايي، ۶۰۰ مشکوک غله یې محاکمه کړي

د هرات د استیناف څارنوالۍ رئيس خواجه عبدالحق احمدي وايي، ۶۰۰ مشکوک غله یې محاکمه کړي دي.

ښاغلي احمدي پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان د روان کال له پیل راهیسې نیول شوي او محاکمو ته معرفي شوي دي.

خواجه عبدالحق احمدي وویل:

"د لږترلږه ۶۰۰ مشکوکو غلو سره قانوني چلند شوی او ټول تورن کسان له استثنی پرته محاکمه شوي دي. په ۵۶ موردو کې هغو په وسله والو غلاوو کې لاس درلود."

په هرات کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې وسله والې غلاوې ډېرې شوي دي.