شي: هیواد به یې د خپلو اختیاراتو په وړاندې هېڅ ستونزه ونه ‎زغمي

د چین ولسمشر شي جین پېنګ خبرداری ورکړی چې هېواد به یې په هانګ کانګ کې د خپلو اختیاراتو په وړاندې هېڅ ډول ستونزه ونه ‎زغمي.

ولسمشر شي دا څرګندونې نن شنبه په هغو مراسمو کې د ګډون پر مهال وکړې چې د هانګ کانګ د نوي مشر کِري لام Carrie Lamد لوړې لپاره جوړ شوي وو.

په عین حال کې هانګ کانګ له برېتانیا څخه چین ته د دغه هېواد د سیاسي واک د لېږلو ۲۰ مه کالیزه لمانځي.

ولسمشر شي وویل، هره هغه هڅه چې د چین حاکمیت او امنیت له خطر سره مخ کوي، د مرکزي حکومت واک ګواښي او یا د دغه هېواد په وړاندې د تخریبي فعالیتونو او نفوذ لپاره له هانګ کانګ څخه استفاده کېږي، له کرښي وتلی او کاملاً ممنوع عمل ګڼل کېږي.

بل‎خوا زرګونه مظاهره کوونکو په هانګ کانګ کې د ډموکراسي پلوه ائتلاف له‎خوا په یوه تنظیم شوي لاریون کې برخه واخیستله.

لاریون کوونکو د هانګ کانګ او پېکنګ د مشرانو پر ضد شعارونه ورکول.