د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې په هېواد کې د دریو هوایي بریدونو په نتیجه کې ۱۳ وسلهوال مخالفین وژل شوي دي.
په وژل شویو کې پنځه تنه یې د داعش ډلې قوماندانان ښودل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت نن شنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا بریدونه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ، د سرپل په صیاد او د جوزجان په قوش تېپه ولسوالۍ کې شوي دي.
بلخوا د جوزجان د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر عبدالحفیظ خاشي نن ازادي راډیو ته وویل چې تېرمازیګر د دغه ولایت په قوش تېپه ولسوالۍ کې د ائتلافي ځواکونو په هوایي حمله کې د داعش د لوړ پوړو غړیو په ګډون ۱۰ تنه وژل شوي دي.
ښاغلي خاشي زیاته کړه:
"د دغو کسانو وژنه په نیک فال نیسو او احتمال لري چې په قوش تيپه کې امنیت رامنځته شي او وضعیت ښه شي."
بلخوا د فاریاب پولیس وایي، امنیتي ځواکونو تېره ورځ په دولت آباد ولسوالۍ کې پر څو پوستو د وسلهوالو ډلو بریدونه یې په شا وتمبول.
د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند کریم یورش ازادي راډیو ته وویل چې د نښتو پر مهال دوه طالبان وژل شوي او درې نور یې سخت ټپیان شوي دي.