په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ مسؤلین وايي چې د دغه ولایت په میوند ولسوالۍ کې يې د وسلهوالو طالبانو پر یوه لوی کاروان په حمله کې ۴۰ وسلهوال وژلي او ۱۰ نور يې ټپیان کړي دي.
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي مسؤل صادق عیسی ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د ملي ادرو د درېیمې پلی لوا سرتېرو د کندهار د میوند ولسوالۍ د بیابانک په ساحه کې د کشفي راپورونو پر اساس د وسلهوالو طالبانو پر یوه لوی کاروان حمله وکړه چې په نتیجه کې ۴۰ وسلهوال ووژل شول او ۱۰ نور ټپیان شول.
د عیسی په وینا، په دغه عملیاتو کې د وسلهوالو شپږ عرادې موټرونه ۱۶ موټرسایکلونه او لسګونه میله وسلې لهمنځه وړل شوي دي.
ښاغلي عیسی زیاته کړه:
"د ۲۰۵ اتل قول اردو د درېیمې پلې لوا قوماندانۍ لهخوا د توپچی قوتونو په ملاتړ د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د بیابانک په ساحه کې د طالبانو په راټول شوي کاروان حمله تر سره شوه، په نتیجه کی ۴۰ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۰ تنه ټپیان دي، همدارنګه ۶ عرادې موټرنه او ۱۶عرادې موټرسایکلونه لهمنځه وړل شوي دي."
د ۲۰۵ اتل قول اردو د قوماندانۍ ویاند زیاتوي چې د وسلهوالو طالبانو دغه کاروان په میوند ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوې قرارګاه د حملې پلان درلود.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
شااوخوا یوه نیمه میاشت مخکې وسلهوالو طالبانو په میوند او شاوليکوټ ولسوالیو کې درې ځله د ملي اردو پر سرتېرو حمله وکړه او لسګونو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله واړوله.
راپور: صادق رښتینی