شریف: د کشمير په اړه د امریکا خاموشي مایوسونکې ده

د پاکستان صدراعظم نواز شریف پرون وویل چې دی مایوسه شوی دی چې واشنګتن د دې سربېره چې په کشمیر کې له بشري حقونو څخه سرغړونه کېږي، غلی پاتې شوی دی.

نواز شریف څو ورځې وروسته تر دې دا انتقاد وکړ چې د هند صدراعظم نریندرا مودي واشنګتن ته ولاړ او د امریکا د متحد ایالتونو له ولسمشر سره یې په یوه ګډ بیان کې وویل چې پاکستان باید په خپله خاوره کې ترهګرو ته ځای ورنه کړي او پناهځایونه یې ختم کړي.

د پاکستان د صدراعظم د دفتر په بیان کې نوازشریف د امریکا او هند پر ګډ بیان سخت انتقاد شوی دی او ویل شوې دي چې د واشنګتن او نوي ډيلي بیان په کشمیر کې د هندي ځواکونو پر جنایتونو یو مخ پټه خواله پاتې شوس دی.

هند پاکستان تورنوي چې په کشمیر کې د یاغیانو ملاتړ کوي او پاکستان وایي چې د کشمیریانو یوازې سیاسي او معنوي ملاتړ کوي.