کودرین: روسیه د خپل اقتصاد پیاوړتیا لپاره باید له لوېدیځ سره اړیکې ښې کړي

د اقتصاد په برخه کې د کرملېن یو جګپوړی سلاکار وایي، روسیه به تر هغو پیاوړې اقتصادي وده ونه کړي چې له لوېدیځ سره یې اړیکي ښه نه شي.

الیکسي کودرین چې پخوا د روسیې د اقتصاد وزیر و او اوس په مسکو کې د ستراتیژیک مرکز مشري کوي او په غیر رسمي ډول د کرملېن اقتصادي سلاکار دی وایي، زموږ اقتصاد به په کور دننه له دریو فیصدو څلور فیصده وده ونه کړي.

کودرین بیا وویل، روسیه باید له تېلو او ګازو پرته خپل صادرات زیات کړي ترڅو د تېرې لسیزې په څیر وده وکړي او د نړۍ په لسو اقتصادونو کې وشمېرل شي.

د کودرین په باور روسیه دې مرحلې ته تر هغو نه شي رسېدلی چې له لوېدیځو هېوادو سره یې اړیکي نه وي ښه شوي.

لوېدیځو هېوادونو پر روسیې د اوکراین د پیښو له امله بندیزونه لګولي دي.