د موصل له زاړه ښاره پرون جمعه زرګونه ملکي وګړي تښتېدلي

رپوټونه وايي چې د موصل له زاړه ښاره پرون جمعه زرګونو ملکي وګړي وتښتېدل.

ویل کېږي چې په زاړه ښار کې د عراق امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او په نږدې وخت کې به د داعش د وسله والو لمن ور ټوله کړي.

خو ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په موصل کې شدیده او پرزاړه ښار متمرکزه جګړه د ملکي خلکو ژوند له ډېر خطر سره مخامخ کوي.

خبریالان له سیمي په رپوټونو کې وايي چې ملکي وګړي د جګړې په اوج کې له زاړه ښاره د تېښتې هڅې کوي.

د عراق پوځي چارواکي او د بشري حقونو د څارنې ډلې اټکل کوي چې په موصل او رقه کې د وروستي بري تر اعلانه به ښايي خونړۍ جګړه په مخکې وي.

رپوټونه وايي چې د سوریې په رقه ښار کې هم د داعش وسله وال پرون کلا بند شوي او له شااوخوا سیمو سره یې ارتباط شلېدلی دی.

د عراق صدراعظم حیدر العبادي د پنجشنبې په ورځ، رسماً اعلان وکړ چې په سیمه کې د عراق اوشام اسلامي خلافت پاي ته ورسېد.