د حکومت ځينو مشرانو په ترکيه کې د يوه نوي ائتلاف د جوړولو اعلان وکړ.
دوى وايي ”د افغانستان د نجات لپاره د اییتلاف عالي شورا" به ډېر ژر په افغانستان کې اعلان کړي.
د ولسمشر اول مرستيال عبدالرشید دوستم، د اجرائيه رياست دويم مرستيال محمد محقق او د بهرنيو چارو وزير صلاح الدین رباني يې مشران دي.
د دغه ائتلاف د جوړولو يو هدف د نظام د سقوط او کړکېچ مخنيوى ګڼل شوى دى.
د ائتلاف مشرتابه تور پورې کړى چې ولسمشر د دوى صلاحيتونه محدود کړي دي.
صالح محمد صالح له افغان ورځپاڼه ليکونکي او سياسي تحليلګر حاجي سيد داود نه د مرکې په پيل کې پوښتنه کړې:
ايا دا ائتلاف به وکړاى شي له حکومت څخه هغه صلاحيتونه چې دوى يې غواړي، ترلاسه کړي؟
Your browser doesn’t support HTML5