فرهاد: د هرات اوبه ولسوالۍ کې ۴طالبان وژل شوي

د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي په اوبه ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د یوه مهم قوماندان په ګډون درې تنه وژل شوي او دوه نور یې ژوبل دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل دا پېښه تېره شپه وروسته له هغه شوې چې د وسله والو طالبانو د قوماندان ملا عصمت الله په رهبرۍ نږدې سل تنو د اوبه ولسوالۍ په دواب کلي کې پر یوې امنیتي پوستې حمله وکړه.

فرهاد تائید کړه چې دوه امنیتي ځواکونه هم په دې نښته کې وژل شوي دي.

د یوه بل خبر له مخې د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحدولي زاده وايي په انجیل ولسوالۍ کې د پولیسو او یو ډله غلو په نښته کې د ده په خبره یو غل وژل شوی دی او پنځه تنه نور يې ژوندي نیول شوي دي.

نبي زاده وايي په دوو میاشتو کې په هرات کې د وسله والو غلاو شل پېښې شوي دي.