نا څرګندو وسله والو پرون د هرات په ښار کې د ماشومانو د روغتون یو ساتونکی په ډزو وواژه او یو بل یې ټپي کړ.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل، د وسله والو بریدګرو د موندلو لپاره امنیتي ځواکونو لټه پیل کړې ده.
د هرات د حوزوي روغتون مطبوعاتي مسؤل محمد رفیق شېرزی وايي، دا مهال د هرات د ماشومانو په روغتون کې امنیتي وضعیت تر کنترول لاندې دی او دغلته روغتیايي خدمات په عادي توګه ادامه لري.