دفاع وزارت: د طالبانو منصوري عملیات مو ناکام کړي

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د وسله والو طالبانو منصوري عملیات یې ناکام کړي دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونو د خالد په نوم د پوځي عملیاتو په وسیله د طالبانو د عملیاتو مخه نیولې:

"موږ د دښمن منصوري عملیات چې غوښتل یې په دې وسیله څو ولایتونه ونیسي شنډ کړل، وسله والو طالبانو د روان کال په ثور میاشت کې د منصوري په نوم د عملیاتو پیل اعلان کړ."

دفاع وزارت په داسې حال کې د وسله والو د حملو د شنډولو خبر ورکوي چې طالب وسله والو په وروستیو څو اونیو کې د ګڼ شمېر حملو او چاودنو مسؤلیت منلی دی.

په دې لړۍ کې وروستۍ حمله د هلمند په مرکز لښکرګاه کې هغه مهال وشوه چې یو شمېر سرتېري د خپلو تنخواه ګانو د اخیستو لپاره د نوي کابل بانک په یوه څانګه کې راټول شوي وو.

چارواکي وايي چې په دې حمله کې نژدې څلوېښت کسان مړه او له شپیتو زیات ټپیان شول.