د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن د جرمني دبهرنیو چارو له وزیر زیګمار ګابریل سره ګوري.
د روسیې خبري اژانسونه وايي، زیګمار ګابريل پهداسې حال کې روسیې ته تللی چې د کرېمیا د اشغال، په اوکراین کې د بېلتون غوښتونکو د ملاتړ او ځیني نورو اختلافي مسئلو له امله، د سړې جګړې تر پای ته رسېدو وروسته، د مسکو او لوېدیځ روابط تر بل هر وخت په ټيټه کچه کې دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر پرون چهارشنبه پر کيف او بېلتون غوښتونکو غږ وکړ چې د فصلونو د اخیستلو په وخت کې اوربند وکړي او هیلهیې څرګنده کړه چې دا کار ښايي د یوه سیاسي حل لپاره لار پرانیزي.
رپوټونه وايي، له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې په اوکراین کې د جګړې له امله لس زره کسان مړه شوي دي.