روسیه کې د نېمڅوف د قتل په اړه غونډه د بندو دروازو تر شا پیل شوه

د روسیې د پخواني مرستیال صدراعظم او د اپوزېسیون د مشر بورېس نېمڅوف د قتل په ارتباط د پنځو مشکوکو کسانو د محاکمې، منصفه پلاوي نن بیا د بندو دروازو شا ته مشورتي غونډه پیل کړه.

منصفه پلاوي پرون هم شپږ ساعته خبرې سره وکړې او له پوځي محکمې یې په‎ دې مسئله کې د ځنډ غوښتنه وکړه چې پر اساس‌يې د مسکو پوځي محکمې د محاکمې د ځنډېدو اعلان وکړ.

دا نه‎ده څرګنده شوې چې د منصفه پلاوي د سلا او مشورې دا لړۍ به څومره دوام وکړي، خو یوه مدافع وکیل د روسیې دولتي ټلوېزیون ته ویلي چې ښايي دوه یا درې ورځې وخت ونیسي.

د نېمڅوف په قتل پنځو تورنو کسانو د جون په ۲۱مه، د پوځي محکمې په وروستۍ غونډه کې د بې‌ګناهۍ ادعا وکړه.

ټول تورن کسان د روسیې د شمالي قفقاز د چېچنیا جمهوریت دي.

بورېس نېمڅوف د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او په چېچنیا کې د کرملېن له لوري د ځای پر ځای شوي، مشر رمضان قدیروف له سختو منتقدانو و.

هغه د ۲۰۱۵ میلادي کال د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه، د کرملېن په لنډ واټن کې وویشتل شو.