سټولټنبرګ: د ناټو تړون غړي افغانستان ته نور عسکر استوي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ نن پنجشنبه وویل چې د تړون غړو موافقه وکړه چې افغانستان ته نور عسکر ورواستوي.

دا عسکر به د سټولټنبرګ په وینا، د افغانستان د امنیتي ځواکونو په روزنه کې مرسته کوي.

سټولټنبرګ نن سهار وویل:

"زموږ پوځي چارواکو په افغانستان کې د مأموریت لپاره د څو زرو اضافي عسکرو غوښتنه کړې وه او نن زه دا تائيدولی شم چې موږ به په افغانستان کې خپل حضور پراخوو. ۱۵ هېوادونو له دې مأموریت سره د همکارۍ ژمنه کړې او زه د نورو هېوادونو تعهدونو ته سترګې په لار یم."

د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال نن ازادي راډیوته وویل چې د بروکسل له غونډې تمه لري چې د ناټو غړي به کلک او دوامدار ملاتړ اعلان کړي.

د بریتانیې حکومت ژمنه کړې چې سل نور عسکر به افغانستان ته واستوي.

خو د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ نن وویل چې د نورو عسکرو د استولو معنی دا نه‌ده چې د ناټو عسکر به بیا په افغانستان کې له وسله‎والو طالبانو او نورو افراطي ډلو سره په جګړه کې ګډون کوي.

ناټو خپل پوځي ځواک تقریباً دوه کاله مخکې له افغانستانه وایست.