د امریکا سنا جرګې ۴۰۰۰ نورې ویزې افغانانو ته منظور کړې

د امریکا د سنا د وسله‎والو خدمتونو کمېټې هغو افغانانو ته چې له امریکايي ځواکونو سره‌یې په ملکي یا پوځي پروژو کې کار کړی، ۴۰۰۰ نورې ویزې منظور کړې.

امریکا ته د مهاجرت ځانګړې ویزې هغو افغانانو ته چې د امریکا په ملکي پراختیايي پروژو کې یې کار کړی یا يې له ائتلافي ځواکونو سره د ژباړونکو او کارګرو په توګه همکاري کړې او د وسله‎والو طالبانو له لوري يې ژوند له ګواښ سره مخامخ کېدلای شي، ورکول کېږي.

د امریکا د سنا د وسله‎والو خدماتو کمېټې ډموکراتې غړې جین شاهین «Jeanne Shaheen» چې د دې اضافي ویزو د تصویب لپاره‌یې هڅه کړې وویل چې متحد ایالات د هغو افغانانو پوروړی دی چې هلته‌یې د امریکا له مأموریت سره مهمه مرسته کړې ده.