د هند په بېلابېلو ښارونو کې پرون زرګونه کسان واټونو ته راووتل چې په دې هېواد کې په وروستیو کې د مسلمانانو پر ضد د حملو په وړاندې خپل اعتراض څرګند کړي.
دغه مظاهرې وروسته تر هغې پیل شوې چې یو تنکی مسلمان ځوان د جون په ۲۲مه په یوه اورګاډي کې د چړې په ګوزارونو ووژل شو.
پر هغه تور و چې د غوایي غوښهیې خوړله.
په نوې ډېلي کې له دوو زرو زیات کسان راټول شوي وو او په کلکته، بنګلور، ممبی او یو شمېر نورو ښارونو کې هم ورته مظاهرې وشوې.
د هند په بېلابېلو ښارونو کې زرګونه کسان واټونو ته راووتل
منتقدین پر ښي اړخو هندو ډلو چې ځینې یې د صدراعظم نرېندرا مودي له ګوند سره تړلي دي، تور لګوي چې د مسلمانانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو او هغو ټیټې سطحې هندوانو لپاره چې د غوایي غوښې خوري او یا د غوښو او څرمنې په کارخانو کې کار کوي، کافي کار نهدی کړی.
د بشري حقونو د څار ټولنه وایي، له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې لږ تر لږه ۱۰ مسلمانان د تشدد په هغو پېښو کې وژل شوي چې د افراطي هندوانو د ډلو له غچ اخیستو سره تړاو لري.
ډېری هندوان غوایي ته د تقدس په توګه عبادت کوي او پر مسلمانانو ځکه بریدونه کوي چې هغوی غوایي حلالوي او غوښهیې خوري.
له ۲۰۱۰ میلادي کال راهیسې تقریباً ټولې ۶۳ حملې د همدې موضوع په تړاو د تاوتریخوالي له کبله راپورته شوې دي.
په همدې موده کې ۲۸ تنه چې ۲۴یې د هند مسلمانان وو، د غوایي د غوښو په تړاو راپورته شویو شخړو کې وژل شوي دي.
صدراعظم نرېندرا مودي دا تورونه ردوي چې ګواکې په هغه هېواد کې د همدې مذهبي مسئلې په تړاو د شخړو په وړاندې یې کار نهدی کړی.
بلخوا د ښاغلي مودي د کابینې د اطلاعاتو وزیر تېره اوونۍ د مسلمان ځوان وژنه یو بېرحمانه اقدام بللی او ویلي یې دي چې سیمهییز چارواکي باید په دې اړه اقدام وکړي.
د هند په ټولنه کې چې هندوان او مسلمانان یوځای ژوند کوي سره لهدې چې دوی تر ډېره یو بل زغمي او په سوله کې ژوند کوي، خو کله نا کله دا ډول مذهبي شخړې هم د دوی تر منځ راپورته کېږي.
د وروستیو مظاهرو په تړاو د مسلمانو ټولنو مشرانو پر صدراعظم غږ کړی چې په هغه هېواد کې د مسلمانانو د خوندیتوب لپاره لا ډېر کار وکړي.
د هند د یو اعشاریه درې میلیارده وګړو ۱۴ فیصدهیې مسلمانان دي.