د امریکا د سنا جرګې یوې کمېټې پرېکړه کړې چې هغو افغانانو ته په متحده ایالاتو کې د مېشتېدو لپاره څلور زره نوې ویزې ورکړي چې د امریکا په مشرۍ له ائتلافي ځواکونو سرهیې کار کړی او د طالبانو لهخوا د وژل کېدو یا ټپي کېدو له خطر سره مخامخ دي.
د سنا د پوځي خدماتو کمېټې ټولو ۲۷ غړو د پوځي پالېسۍ دغه لایحه تصویب کړه چې هغو افغانانو ته چې د مهاجرت د ځانګړي پروګرام مستحق پېژندل شوي، د نورو ویزو ورکړه هم پهکې شامله ده.
دغو ملکي افغانانو له ائتلافي ځواکونو سره د ژباړونکو، اور وژونکو او د ساختماني چارو د کارګرو په توګه کار کړی خو وسلهوال مخالفینیې خاینان بولي.
د دغې کمېټې ډموکراتې غړې جین شاهین «Jeanne Shaheen» چې د دغو اضافي ویزو لپارهیې هڅه کړې وایي، متحده ایالات د دغو ملکیانو چې په افغانستان کې یې د امریکا له مأموریت سره حیاتي مرسته کړې، ډېر پوروړی دی.