د پوهانو او څېړونکو یوه ډله وایي، نړۍ درې کاله وخت لري چې د کاربن ډای اکساید د ګاز د کمېدو مخه ونیسي، که نه بیا به ناوخته وي.
دغو پوهانو په یوه مقاله کې چې د چهارشنبې په ورځ یې د «طبیعت په ژورنال» چاپي خپرونه کې خپره کړه، ولیکل، که چېرته له کاربن ډای اکساید څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې همداسې زیاته استفاده وشي، د ځمکې د تودوخي درجه به هغسې پاتې نهشي لکه څرنګه چې یې د پاریس د چاپېریال ساتنې په تړون کې اټکل شوی.
دا مقاله په داسې وخت کې خپره شوې ده چې تمه ده د جولای په اوومه او اتمه د جرمني په هامبورګ کې د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادو د مشرانو په غونډه کې د چاپېریال پر مسئله خبرې وشي.
امریکا په وروستیو کې د ځمکې د تودوخي د مخنیوي لپاره د پاریس له تړونه بهر شوې ده.