ډونالډ ټرمپ د فرانسې د جمهور رئیس امانوئل مکرون بلنه منلې ده

سپینې ماڼۍ وویل چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د فرانسې د جمهور رئیس امانوئل مکرون بلنه منلې ده ترڅو د فرانسې د انقلاب د جشن د لمانځلو په مراسمو کې ګډون وکړي.

سپینې ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ څرګنده کړه چې مکرون د جون په ۲۷مه له ولسمشر ټرمپ څخه د ټیلیفوني مکالمې پر مهال غوښتي و چې پاریس ته ورشي او د جولای په څوارلسمه د جشن په مراسمو کې برخه واخلي.

ولسمشر ټرمپ او جمهور رئیس مکرون وروستی ځل د مې په میاشت کې په بروکسل کې سره لیدلي وو.