د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، داسې اټکل کوي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د شلو سترو صنعتي هېوادونو د غونډې تر څنګ خبرې وکړي.
ټاکل شوې ده چې د جولای په اوومه او اتمه د جرمني په هامبورګ کې د «G-20» یا د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو سرمشریزه وشي.
لاوروف د روسیې په کراسنودار ښار کې پرون وویل:
"موږ د ارتباط د حقیقت پر بنسټ ویلی شو چې دا خبرې به وشي، ځکه چې دواړه ولسمشران به په یو وخت کې، په یوه ښار کې، په یوې ودانۍ کې او په یوې خونه کې وي، نو ښایي دا به سمه نهوي چې دوی به خبرې ونهکړي."
لاوروف زیاته کړه چې په ځانګړي ډول ولسمشر پوتین او ولسمشر ټرمپ ته دا مهمه ده چې د سوریې د جګړې په اړه وغږېږي.