قرغزستان وايي د یوې شکمنې تروریستي شبکې ۴ غړې نیولي

د قرغزستان چارواکي وايي د یوې شکمنې تروریستي شبکې څلور غړي يې د حملې د پلان په تور نیولي دي.

د قرغزستان د امنیت دولتي کمېټې نن ویلي چې دا څلور قرغزیان یې د دغه هېواد په سرحدي سیمو کې له چاودیدونکو موادو او وسلو سره یوځای نیولي دي.

امنیتي کمېټې ویلي د دغو کسانو شبکې له یوه نړې تروریستي ډلې سره ارتباط درلود.

دا په واضح ډول نه دي ویل شوي چې دا څلور کسان په کومو سرحدي سیمو کې څه وخت نیول شوي دي.

د قرغزستان د دفاعي شورا مشر تیمیر جمعه قدیروف پرون وویل منسوبینو یې تېر کال د اولسو تروریستي حملو مخه نیولې ده.

د قرغزستان چارواکو دا هم ویلي چې د دغه هېواد سلګونه اتباعو په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ډلې په څېر له افراطي ګروپونو سره لاس یو کړی دی.