د کابل ښاروالۍ د اختر له رخصتیو وروسته د ښار له ځینو سیمو د سمنټي دېوالونو او موانعو د لیرې کولو کمپاین بیا پیل کړی دی.
د کابل سرپرست ښاروال عبدالله حبیبزي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې ننیې د کابل ښار د درېیمې کارتې سیمه کې د درېیمې امنیتي حوزې، ابي پارک، او ابن سینا پوهنتون له شااوخوا سمنټي دېوالونه ټول کړي دي.
ښاغلي حبیبزي د ملي شورا هغو استازو، دولتي چارواکو، غیر دولتي اشخاصو او ادارو ته چې د کلاو تر شاهیې سمنټي موانع او دېوالونه درولي ګواښ کړی که په خپله دا موانع لیرې نهکړي کابل ښاروالۍ بهیې د ټولولو تر څنګ ضبط هم کړي.
د افغانستان د ساختماني شرکتونو د اتحادیې د معلوماتو له مخې هر هغه سمنټي دېوال یا مانع چې لس ټنه وزن لري له زرو ډالرو کم او زیات خرڅ شوي دي.