د اروپايي ټولنو دولتونو پر روسیې بندیزونه تمدید کړل

د اروپايي ټولنې د دولتونو سفیرانو په روسیې باندې اقتصادي بندیزونه د شپږو میاشتو لپاره تمدید کړل.

دوی نن دا پرېکړه د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې ونیوله.

د اروپايي ټولنې د اته ویشتو غړیو هېوادونو مشرانو او حکومتونو تېره اوونۍ په بروکسل کې په دې موافقه کړې وه چې د راتلونکي کال د جنورۍ تر یودېرشمې به په روسیې بندیزونه تمدید کړي.

په هغې غونډه کې د د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل او د فرانسې جمهور رئیس ایمانویل مکرون د دې په اړه چې څنګه د اوکراین حکومت او روس پلوه بېلتون غوښتونکو د منسک تړون تعقیبوي توضیحات ورکړل.

د منسک تړون په ۲۰۱۵ کال کې په دې لاسلیک شو چې د اوکراین جګړه چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې پکې څه باندې لس زره کسان وژل شوي پای ته ورسول شي.