ناټو وايي له امریکا پرته د خپلو لګښتونو ونډه لوړه ساتي

د ناټو سازمان سرمنشي وايي له امریکا پرته د دغه تړون غړي به سږ کال د دفاعي لګښتونو د پوره کولو لپاره خپله ونډه څلور اعشاریه درې فیصده لوړه وساتي.

ینس سټولټنبرګ نن په بروکسل کې په دې اړه وویل چې له ۲۰۱۴ کال را وروسته دا د لګښتونو د په غاړه اخیستلو لپاره د ۴۶ میلیاردو ډالرو لوی زیاتوالی وي:

"په تېرو دریو کلونو کې، اروپايي متحدین او کاناډا شپږ څلویښت میلیارده ډالره په دفاعي برخې لګولي دي، نو موږ ښه پرمختګ کړی دی، ښه پرمختګ دی او هدف مو هم دا دی چې دا لړۍ جاري وساتو."

متحده ایالتونو د ناټو په غړیو هېوادونو جدي ټینګار کړی چې د دفاعي لګښتونو په پورته کولو کې لازمه ونډه واخلي.