د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي د ناټو دفاع وزیرانو په غونډه کې به معلومه شي چې د دغه تړون غړي او د افغانستان په ماموریت کې ښکېل هېوادونه به د څومره سرتېرو مرسته وکړي.
د ناټو دفاع وزیرانو غونډه سبا افغانستان ته ځانګړې شوې ده.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ دا څرګندونې نن خبریالانو ته په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.
هغه د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان ناوړه امنیتي وضعیت ته په کتو به ناټو په جنګ کې بیا ښکیله شي که څنګه وویل چې افغان امنیتي ځواکونه د چارو د سمبالتیا توان لري خو ناټو ورسره مرسته کوي چې جنګي وړتیا یې لوړه شي.
سټولټنبرګ وویل چې قوماندانانو د افغان جګړې د مخته وړلو په خاطر د څو زرو سرتېرو غوښتنه کړې ده.