د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د انساني قاچاق په اړه په خپل کلني راپور کې افغانستان یو له هغو هېوادونو بللی چې تېر کال پهکې د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره یو لړ د پام وړ پرمختګونه شوي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت دا کلنی راپور چې د سې شنبې په ورځ خپور شو پهکې افغانستان له میانمار، قطر او مالیزیا سره د هغو هېوادونو په ډله کې یاد شوی چې په تېر یو کال کې یې د انساني قاچاق د بېلابېلو بڼو د مخنیوي لپاره د پام وړ اقدامات کړي خو لا یې هم د دې پدیدې د مخنیوي لپاره کم تر کمه نړیوال معیارونه نهدي پوره کړي.
راپور وايي، د ۲۰۱۷ میلادي کال په جنورۍ میاشت کې افغان حکومت یو نوی قانون تصویب کړ چې هدفیې د انساني قاچاق د بېلابېلو بڼو مخنیوی دی او همدارنګهیې د بچهبازۍ ناوړه پدیده یو جرم وګڼله.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په دې کلني راپور کې د افغان حکومت هغه اقدام هم ستایل شوی چې د یو نړیوال سازمان پر مالي بودجهیې د قاچاق د قربانیانو لپاره د لنډ مهال سرپناه مرکز پرانیست.
راپور وايي، افغان حکومت همدارنګه د ماشومانو د ساتنې ۱۵ مرکزونه رامنځته کړي چې شااوخوا ۳۰۰ ماشومانیې په امنیتي ځواکونو کې له ګمارنې ژغورلي دي.
خو پر دې سربېره د انساني قاچاق په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت راپور وايي افغانستان لا هم د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره په مهمو برخو کې کم تر کمه نړیوال معیارونه نهدي پوره کړي.
راپور: افغانستان لاهم په دې برخه کې لازم معیارونه نه دي پوره کړي.
په راپور کې د افغان امنیتي ځواکونو لهخوا د کم عمره ماشومانو استخدامولو ته اشاره شوې چې په وینا یې لا هم دا ستونزه په بشپړه توګه لهمنځه نهده تللې.
همدارنګه د انساني قاچاق قربانیانو لپاره د خوندیتوب او ساتنې په هڅو کې شتو نیمګړتیاوو ته ګوته نیول شوې.
راپور وايي، افغان حکومت نهدی توانېدلی چې د قربانیانو د تشخیص او مرستې لپاره معیارونه واضح کړي چې له کبلهیې ډېر کله د انساني قاچاق قربانیان د جنایتکارو په توګه نیول کېږي او محکمه کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په دې راپور کې د افغانستان په ختیځ کې د خښتو په بټیو کې له ماشومانو سره یوځای ګرو شویو کورنیو ته اشاره کړې چې له نسلونو راهیسې د ډېرو کمو پیسو په بدل کې جبري کار ته اړ ایستل شوي دي.
همدارنګه د غالیو د اوبدلو په برخه کې له ښځو او ماشومانو کار اخیستل هم یاد شوي.
افغان غالۍ اوبدونکي ماشومان.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د افغانستان د ماشومانو نیمايي شاقه او درنو کارونو اړ ایستل شوي او د دوی په سلو کې تر نویو تنو زیاتیې د خپل کار مزد نهترلاسه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په راپور کې افغان حکومت ته سپارښتنه شوې چې د امنتیي ځواکونو په لیکو کې دې د ماشومانو استخدام په بشپړه توګه پای ته ورسوي.
همدارنګه د نورو سپارښتنو تر څنګ د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره د تصویب شويو قوانینو په عملي کېدو او په دې برخه کې له سرغړونکو سره پر قانوني چلند هم ټینګار شوی دی.