ایران، امریکا په سوریه کې تاوتریخوالي ته په لمن وهلو تورنه کړه

د ایران حکومت امریکا ته خبرداری ورکړی چې په سوریه کې روانه جګړه به "خطرناک" حد ته ورسوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون سې شنبه پر ټویټر ولیکل، امریکا بیا له جعلي معلوماتو سره په سوریه کې د جګړې د پراخولو هڅه کوي چې ګټه‌یې یوازې داعش ته چې په عراق او سوریه کې د له‌منځه تللو په حال کې ده، رسېږي.

ایران په داسې حال کې دا نظر څرګند کړی چې د فرانسې جمهور رئیس پرون له امریکا سره غږ یو وکړ او ویې‌ویل چې که د بشارالاسد رژیم بله کیمیاوي حمله وکړي، فرانسه به‌یې پر ضد له امریکا سره ملګرې شي.

ایران په سوریه کې د بشارالاسد رژیم نېږدې ملاتړ کوي.

ایران سوریې ته وسله‌وال وراستوي چې د اسد د رژیم په ملاتړ وجنګېږي.

روسیه د داعش او د بشارالاسد رژیم د مخالفو وسله‌والو ډلو پر ضد په مبارزه کې، د سوریې د رژيم هوايي ملاتړ کوي.

د امریکا متحده ایالاتو پرون وویل، داسې څرګندېږي چې د بشارالاسد رژیم د کیمیاوي وسلو بلې حملې تیاری نیسي او خبرداری یې ورکړ چې "لویه" بیه به‌یې پرې کړي.

د امریکا دفاع وزارت «پنټاګون» پرون وویل، د سوریې د رژیم په هوايي، پوځي اډه شعیرات کې د داسې فعالیت نښې ليدل شوې دي.

سپینې ماڼۍ پرون وویل چې په شعیرات پوځي اډه کې مخکې هم، کله چې د ادعاو پر اساس، د بشارالاسد رژیم د اپرېل په څلورمه نېټه د خان شیخون پر کلي چې د رژیم د مخالفانو په لاس کې و، د سارین ګاز حمله کړې وه، ورته نښې ليدل شوې وې.

په خان شیخون ښار کې د سوریې د کیمیاوي حملې قربانیان.

په دې حمله کې لسګونه کسان ووژل شول او د امریکا ولسمشر یې په ځواب کې د شعیرات پر پوځي، هوايي اډه د مزایلو حمله وکړه.

امریکا وايي چې پر خان شیخوان د کیمیاوي حملې لپاره الوتکې له دې هوايي اډې الوتې وې.

د بشارالاسد رژیم د کیمیاوي حملې لپاره د تیاري رپوټونه رد کړي دي.

د بشار رژیم پر خان شیخون حمله او په دې اړه خپاره شوي معلومات هم جعلي بللي وو.

ټرمپ تېره ورځ په دې اړه د فرانسې له ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

په همدې حال کې، د فرانسې ولسمشر ویلي چې پرون‌یې له ډونالد ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې کړي او ورسره منلې يې ده چې باید ګډ کار وکړي څو د بشارالاسد د رژیم له لوري د داسې حملې په صورت کې، ګډ ځواب ته تیار وي.

امریکايي ځواکونو په سوریه کې خپل حضور پراخ کړی دی.

پنټاګون له داعش سره د مبارزې لپاره په سوریه کې د خپلو عسکرو شمېر ۱۰۰۰ تنو ته رسولی دی.

د بشارالاسد د رژیم مخالفې وسله‌والې ډلې، د امریکا په پوځي مرسته، د داعش په اصلي ځای رقه کې جنګېږي.

د سوریې رژیم مخالفې وسله والې ډلې په رقه ښار کې د داعش په وړاندې جنګېږي.

امریکايي ځواکونو همداراز د سوریې د رژیم او د هغو وسله‌والو ډلو پر ضد حملې جاري ساتلي چې ایران‌یې ملاتړ کوي.

سپینې ماڼۍ پرون وویل چې د کیمیاوي حملې په صورت کې د پنټاګون خبرداری یوازې د بشارالاسد رژیم ته متوجې نه‌دی بلکې د دې رژیم متحدان هم په‌کې شاملېږي.

د بشارالاسد حکومت تر اوسه په دې اړه ځواب نه‌دی ورکړی.

بشارالاسد پرون د سوریې په لوېدیځ کې یوې هوايي اډې ته چې د روسیې ځواکونه او الوتکې په‌کې ځای پر ځای دي، ورغلی و او د روسیې د پوځ د لوی درستیز په ملګرتیا، د روسيې په یوه جېټ الوتکه کې هم سپور شو.

بشار اسد په روسۍ جټ الوتکه کې.

اسد دې پوځي اډې ته تر ورتګ وروسته، د یادداشتونو په ځانګړي کتاب کې ولیکل:

"د سوریې خلک به د خپلو روسانو وروڼو ملاتړ هېر نه‌کړي."