افغانستان یو له هغو درېیو هېوادونو بلل شوی چې پهکې تر پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو د مړینې کچه زیاته بلل شوې ده.
بنګلهدېش او مالاوي دوه نور هېوادونه دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف نن د یوه راپور په خپرولو سره خبرداری ورکړی چې د ماشومانو د مړینې د کچې د ټیټولو لپاره هر ډول ناغېړي به ناوړه عواقب ولري.
یونېسف په پاسنیو درېیو هېوادونو کې د ماشومانو د مړینې د سطحې کمښت ته شوې هڅې هم له پامه نهدي غورځولي خو په لا چټکه کېدو یې ټينګار کړی دی.
یونېسف خبرداری ورکړی که د ماشومانو د مړینې د سطحې ټیټولو ته جدي پام ونهشي تر ۲۰۳۰ کال پورې به نېږدې ۷۰ میلیونه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان ومري.