پسرلی: سږکال به بهرته د کرنیزو صادراتو کچه لوړه شي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه هیله څرګندوي چې سږ کال به بهر ته د کرنیزو حاصلاتو د صادراتو کچه لوړه شي.

د دغې خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي نن ازادي راډیو ته په خبرو کې بهر ته د صادراتو د کچې د لوړېدو یو اساسي لامل د نویو لارو پرانیستل او د هېواد په کچه په لوړ کیفیت کرنیز تولیدات وبلل.

ښاغلی پسرلی زیاتوي:

"سږ کال زموږ زراعتي محصولات ډېر ښه دي. بېلابېلې لارې زموږ پر وړاندې پرانیستل شوې دي او دغه‌راز پرته له پاکستانه له نورو هېوادونو سره زموږ سیاسي اړیکې پراخې شوې دي."

پسرلی وایي چې افغانستان تېر کال د څه باندې ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت بهر ته صادرات کړي وو چې سږ کال به په دغه اندازه کې د پام وړ زیاتوالی راشي.