د اوکراين صدراعظم ولاديمير ګروېسمن وايي، هېواد يې د بېسابقه انټرنټي حملې ښکار شوى دى.
خو ده وويل چې د دې سايبري يا انټرنټي حملې له کبله د اوکراين مهم سيسټمونه نهدي اغېزمن شوي.
مګر داسې ښکاري چې اوکراين په لومړيو کې د پرونۍ انټرنټي حملې هدف و.
د اوکراين د کورنيو چارو وزارت وياند يوريسلاف تراکالو پرون رسنيو ته وويل:
"تر دې شېبې په کيف او نورو ځايونو کې د اوکراين د ملي پوليسو د سايبر برخې پوليسو، د کمپيوټري شبکو د سيسټم په چارو کې د دخالت او همکارۍ لپاره ٢٠٠ درخواستونه هم له دولتي او هم له شخصي ادارو ترلاسه کړي، دا درخواستونه راجسټر شوي، د سايبر پوليسو استازي دغو ادارو ته ځي، هڅه کوي هر ډول زيان رسوونکى سافټوير شنډ کړي او د هغه د زيان رسولو مخه ونيسي."
د دې سايبري حملې په نتيجه کې د حکومت انټرنټي شبکې، د بانکونو وېبسايټونه، ستر صنعتي شرکتونه، پوستي خدمات، د پلازمېنې کيف هوايي ډګر او مترو سيسټم اغېزمن شوي دي.
دغې انټرنټي حملې په نړۍ کې نور هېوادونه او نړيوالې کمپنۍ هم په نښه کړي دي.