د اوکراین د وسله وال پوځ یوډګروال نن په کیف کې په موټربم چاودنه کې چې چارواکي یې د ترویستي حملې په توګه څېړي، ووژل شو.
د دفاع وزارت په یوه بیان کې وویل چې په نننۍ چاونه کې وژل شوی افسرډګروال مکسیم شاپووال نومېږي.
پولیسو وویل چې نن سهار ورته خبر ورکړل شوی و چې د کیف په سولومیانسکي سیمه کې یو مرسیدیس موټر چول شوی او د موټر دننه یې یوکس وژلی او یو شمېر لارویان یې ټپیان کړي دي.
پولیسو په دې اړ نور جزئیات نه دي ورکړي خو اوکرایني پر اودا ورځپاڼې مخکي شاپووال د دفاع وزارت د استخباراتو د اصلي څانګې د ځانګړیو ځواکونو یو قوماندان بللی و.