د امریکا سترې محکمې منلې چې په ۱۹۹۷ میلادي کال کې د بیتالمقدس د ځانوژونکې بمي چاودنې څخه د څو هغو ژوندي پاتې شویو کسانو د استېناف غوښتنه واوري چې غواړي د امریکا په کیلکسونونو کې ایراني انتیک اثار قبضه کړي.
دوی غواړي دا اثار په دې بمي برید کې د ایران د رول له کبله له دې هېواد څخه دوی ته د اوښتي زیان د جبران په توګه واخلي.
تر دې مخکې د بیتالمقدس په چاودنه کې د ایران د رول له کبله یوې محکمې له ایران غوښتي وو چې قربانیانو ته دې ۷۱ میلیونه ډالره تاوان ورکړي خو ایران د دې تاوان ورکول، رد کړي دي.
د امریکا سترې محکمې ویلي دوی به د لومړنۍ محکمې پر هغې پرېکړې غور وکړي چې وايي، د دې چاودنې قربانیان د هغو ایراني انتیکو اثارو کیلکسونونه نهشي اخیستلی چې د ایران د حکومت دي خو د شیکاګو پوهنتون تهیې له اوږدې مودې په پور ورکړې دي.
د دې اثارو ډېر یې له ۱۹۳۷ میلادي کال راهیسې په پور ورکړل شوي او د شیکاګو د طبیعي تاریخ په موزیم کې نندارې ته اېښودل شوي.
قربانیان ایران تورنوي چې د حماس ډلې تهیې روزنه او ملاتړ برابر کړی، دې ډلې د ۱۹۹۷ میلادي کال کې د بیتالمقدس د ځانوژونکې بمي چاودنې مسؤلیت پر غاړه اخیستی و.