پر نړیوال بانک د بشري حقونو ډلو انتقاد

د بشري حقونو ډلو تور پورې کړی دی چې په ازبکستان کې نړیوال بانک تر ۵۰۰ میلیونه ډالرو زیاته بودجه د کرنې پر هغو پروژو لګولې ده چې له جبري کار او پر ماشومانو له کار کولو سره تړلي دي.

دا انتقاد د سې شنبې په ورځ د ازبک-جرمن د بشري حقونو په یو فورم کې د بشري حقونو ډلو په یوه مشترک راپور کې راپورته کړ.

راپور وايي، په ازبکستان کې لږ تر لږه په یوې داسې پروژه کې چې نړیوال بانک تمویل کړې ماشومان او لویان په زوره د پنبې ټولولو ته اړ ایستل شوي دي.

دا راپور وايي، د ازبکستان حکومت له ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۱۷ میلادي کال پورې د حکومت له‌خوا د یو تنظیم شوي پروګرام په لړ کې زده‌کوونکې، استادان او ډاکتران اړ کړي چې پنبه وکري او حاصلات‌یې راټول کړي چې په وینا یې زده‌کوونکې یې د بشپړ تعلیم څخه پاتې کړي.

د راپور په وینا هغوی چې له کار کولو سرغړاوی کوي، دندې له لاسه ورکوي، له ښوونځي ایستل کېږي او یا پرې حکومتي مرستې بندېږي.

د نړیوال بانک یو ویاند ویلي چې دا اداره د جبري کار له هېڅ بڼې سره سلا نه‌ده او په ازبکستان کې د پنبې په سکټور کې د جبري کار د پېښو دا راپورونه جدي نیسي.