ټاکل شوې د امریکا لوی درستیز نن له ولسمشر غني سره وګوري

ټاکل شوې ده چې د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورد نن په کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره وګوري.

ډانفورد افغانستان ته د خپل دې سفر په لړ کې پر نورو مسئلو سربېره د افغانستان په اړه د امریکا پر نوې ستراتېژۍ له افغان چارواکو او افغانستان کې مېشتو امریکايي قوماندانانو سره سلا مشورې کوي.

د افغانستان د حکومت یوې باوري سرچینې د نوم د نه‌یادولو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د امریکا د پوځ لوی درستیز به له ولسمشر غني سره د افغانستان په اړه د امریکا پر نوې ستراتېژۍ، همدارنګه افغانستان ته د څلور زرو نورو امریکايي سرتېرو د استولو او د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د څلور اړخیزو غونډو پر بیا پیل خبرې وکړي.

ټاکل شوې ده چې جنرال جوزف ډانفورد به په افغانستان کې له چارواکو سره د دې هېواد په اړه د امریکا پر نوې ستراتېژۍ له سلامشورو وروسته خپل معلومات د امریکا د دفاع له وزیر جېمز مټېس سره شریک کړي.

جېمز مټېس نن او سبا په جرمني او بلجیم کې د ناټو له متحدانو سره سلا مشورې کوي چې د بحث یوه مهمه مسئله‌یې هم د افغانستان په اړه د امریکا نوې ستراتېژي ده.

ټاکل شوې ده چې دا ستراتېژي به د راتلونکې میاشتې په نیمايي کې اعلان شي.