دي مېستورا: په سوریه کې د تاوتریخوالي کچه کمه شوې

د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى وايي، په سوريه کې د امريکا، سوريې او هغو ځواکونو تر منځ چې ايران‌يې ملاتړ کوي، له وروستيو شخړو سره-سره په دغه جګړه ځپلي هېواد کې د تاوتريخوالي اندازه کمه شوې ده.

سټيفن دي مېستورا پرون په نيويارک کې په دې اړه خبريالانو ته وويل، تاوتريخوالى په څرګنده کم شوى، په ځينو ښارګوټو کې وضعيت تر يوه حده د عادي کېدو خوا ته روان دى.

خو ده وويل، په ځينو سيمو کې اوس هم جګړه روانه ده او شديده شوې ده.

دي مېستورا په سوريه کې د شخړو د کمېدو يو علت په دغه هېواد کې د خوندي ساحو ايجاد وباله.

دغه پلان تېره مياشت د روسيې، ايران او ترکيې له‌خوا تصويب شو، خو لا بشپړ شوى نه‌دى.

روسيه، ترکيه او ايران به هڅه وکړي، په استانه کې د راتلونکې غونډې پر مهال په سوريه کې د خوندي ساحو د ايجاد د پلان جزئيات نهايي کړي.

دي مېستورا وايي، دى به هم په دې غونډه کې چې په پام کې ده راروانه سې شنبه او چهارشنبه جوړه شي، برخه واخلي.