د پاکستان د قبايلي سيمو لسګونه اوسېدونکو پرون هم په پلازمېنه اسلاماباد کې خپل احتجاج ته ادامه ورکړه.
دوى د کورمې اېجنسۍ په پاړه چنار کې د جمعې ورځې د غبرګو چاودنو په اړه د څېړنو غوښتنه لري.
په هغو پرلهپسې چاودنو کې تر ۵٠ ډېر کسان وژل شوي او نېږدې ١٠٠ تنه ټپيان شوي وو.
چاودنې په يوه بازار کې وشوې چې تر ډېره پهکې شيعهګان د اختر لپاره په سودا بوخت وو.
په کورمه کې هم پرون احتجاج روان و.
د کورمې اېجنسۍ د مرکزي جامع جومات ملا امام اغا فدا حسين د احتجاج برخهوالو ته وويل:
"حکومت دې غوږونه خلاص کړي او وادې وري، پوه دې شي چې د ملت روا غوښتنې بايد ومني."
په کورمه اېجنسۍ کې د هغو حملو مسؤليت داسې ډلې منلى چې ګومان کېږي په لښکر جنګوي پورې تړلې ده.
اعتراض کوونکي وايي حکومت د قربانيانو له کورنيو سره د مالي غرامت په برخه کې انصاف په پام کې نهدى نيولى او له دوى سره تبعيض شوى دى.