سپينه ماڼۍ وايي، داسې ښکاري چې د سوريې حکومت د کيمياوي وسلو په مرسته يوې بلې حملې ته چمتووالى نيسي.
سپينې ماڼۍ سوريې ته خبردارى ورکړ، که داسې اقدام وکړي، تاوان بهيې ورکوي.
د سپينې ماڼۍ وياند شان سپايسر وويل، که د سوريې ولسمشر بشارالاسد له کيمياوي وسلو په استفاده د ډلهييزې وژنې بله حمله کوي، دى او د ده پوځ به دروند تاوان ورکړي.
بلخوا په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې نیکي هيلي «(Nikki Haley» پرون وويل:
"سپينې ماڼۍ اعلاميه خپره کړې او فکر کوم دقيقه ده، دوى «په سوريه کې» داسې فعاليتونه ليدلي چې د کيمياوي وسلو په مرسته د اپرېل د څلورمې غوندې د يوې حملې چمتووالي ته ورتهوالى لري، اوسمهال هدف دا دى چې نهيوازې اسد، بلکې روسيې او ايران ته هم پيغام ورکړو، که بيا داسې کومه حمله وشوه، بيا به درسره ګورو."
د سپينې ماڼۍ په خبرداري کې چې دوشنبه ناوخته خپور شو، راغلي، د سوريې لهخوا هغې کيمياوي حملې ته ورته چمتووالى روان دى چې د اپرېل پر څلورمهيې په لسګونو ملکيان وژلي وو.
هغې حملې د امريکا ولسمشر اړ ايست چې د سوريې پر يوه پوځي اډه د ميزايلو د حملې امر وکړي.